IQNA

ایټالیا د فرانسوي لمونځ‌کوونکي قاتل   فرانسې ته وسپاره

13:30 - May 11, 2025
د خبر لمبر: 3491097
ایکنا - ایټالیا هغه کس چې د فرانسې په جنوب کې په یوه جومات کې د یوه لمونځ‌کوونکي د وژنې تور پرې تګیدلی، فرانسې ته وسپاره. 

ایکنانیوز  د یورونیوز په حواله راپور راکوي، ایټالیا د فرانسې په یوه جومات کې د یوه ځوان سړي د وژنې په تور شکمن کس فرانسې ته وسپاره. دا شکمن، چې فرانسوي رسنئ  ئې   اولیویه آ. په نوم یادوي، د یوه ۲۲ کلن مالي توکمه فرانسوی  ابوبکر سیسه  په  وژنې تورن دی چې د فرانسې په جنوب کې په یوه جومات کې  ووژل شو. 

هغه تر تېرې جمعې پورې، چې ځان ئې د ایټالیا پولیس ته تسلیم کړ، درې ورځې مخکې تښتېدلی و. هغه د فرانسې ښاریز دی او په ۲۰۰۴ کال کې زیږیدلی دی. د راپورونو له مخې، هغه د ایټالیا له  فلورانس   ښار څخه د فرانسې په جنوب کې د نیم ښار محکمې ته انتقال شوی دی. 

تمه کیږي هغه به د تحقیقاتو مسؤل قاضي په وړاندې حاضر شي  څو د پېښې په اړه خپله روایت وړاندې کړي. د راپورونو له مخې، هغه د «توکم یا مذهب په  وجه د قصدي  قتل» او «له تفتیش یا نیولو څخه د تېښتې» له تورونو سره مخ دی. 

سیسه هغه مهال په یوه جومات کې په لمانځه بوخت و چې په دې پخواني کاني ښار لا ګراند-کومب کې برید پرې وشو او د چاقو  لسګونو ګوزارونه پرې وشول. اولیویه آ.، چې په دغې سیمې کې اوسېد  او ظاهراً  جرمي سابقه نه لري، د دغه لمونځ‌کوونکي د وژنې ویډیو ئې ثبت کړه او بیا یې په سنیپ‌ چټ خپره کړه. 

د وژنې د سیسې په تېرو اونیو کې په فرانسه کې تاوده بحثونه راپارولي، ځکه  حکومتي چارواکي د دغې پېښې د نفرت پر بنسټ جرم په توګه د نه پېژندلو او د نورو وژونکو بریدونو په اړه د کافي اندېښنې د نه ښودلو  په وجه له نیوکو سره مخ شول. 

د دغې وژنې په غبرګون کې، ګڼو سیاسي تنظیمونو ،ادارو، مدني ټولنو، څېړونکو، اکاډمیشنونو، لیکوالو او ټولنیزو شخصیتونو نن یعني د  یکشنبې ورځې ، د مئ  ۱۱ ، په ټولې  فرانسې کې د چوپتیا لاریون غوښتنه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4281476

captcha